په غزني ولايت کې (۹۷) تنو مستحقو کسانود خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۸
mmd

د غزني ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې ولايت کې پر (۹۷) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، لوبیا، مالګه، بوره او غوړي شامل وو، ووېشل.

همداراز هر مستحق ته (۱۵۰۰) افغانۍ د‌ نغدي مرستې په توګه هم ورکړل شوې.

د‌ یادو مرستو د وېش پر مهال د غزني ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمدانور برادر د یادې مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او ياد قشر ته یې د لا زیاتو مرستو پر چمتو کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د‌ همکارۍ هوکړه‌ لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره، د (۵۳) زره او (۴۲۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۲
Background image

د معلولینو د بیاځواکمنتيا په رياست کې د‌ (۸۰) تنو معلوليت لرونکو وګړو لپاره د پوهاوي پروګرام پیل شو

د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د پوهاوي پروګرام د معلولینو د بیاځواکمنتيا رياست له لوري د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي مرسته د دې رياست د رئيس محترم مولوي عبدالنافع منتفع په حضور کې پيل شو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۹:۵۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د کامه وړیا مرستو (KRC) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو د ملاتړ په موخه، د کامه وړیا مرستو (KRC) مؤسسې سره د (۲) لکه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک چې د دې وزارت. . .

BACK TO NEWS