په دايکندي ولايت کې له شپږ سوه او اته دېرشو (٦٣٨) تنو يتيمانو، کونډو او معلولينو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د امریکا مسلمانانو د زکات خیریه بنسټ له لوري شپږ سوه او اته دېرشو (٦٣٨) تنو يتيمانو، کونډو او معلولينو ته د اتلس زره او درې سوه او نه ویشت (۱۸۳۲۹) امریکايي ډالرو په ټولیز ارزښت مرسته، چې په هغه کې هر مستحق ته څلورویشت (۲۴) کیلوګرامه وریجې په پام نیول شوې وې، د دایکندي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ وویشل شوې.
د مرستو د ویش پر مهال د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي مولوي محمد آصف فاتح، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست استازي ښاغلي محمد فاروق ځلاند او د یاد خیریه بنسټ مسؤلینو ګډون درلود.
د یادولو وړ ده چې درې سوه او شل (۳۲۰) تنو مستحقو کسانو د دغه ولایت په مرکز او درې سوه او اتلس (۳۱۸) تنو نورو په شهرستان ولسوالۍ کې یادې مرستې ترلاسه کړې.