په بغلان ولایت کې (۸۰۰) مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

یوې خیریه مؤسسې د بغلان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست سره په همغږۍ د یاد ولایت د مرکز او ولسوالېو پر (٨٠٠) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې ژمني توکي چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، ووېشلې.
په ورته وخت کې د بغلان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس محترم الحاج ملا احسان الله عابد د یاد خیریه بنسټ له مرستو څخه د مننې ترڅنګ له نورو مرستندویه خیریه بنسټونو او مؤسسو څخه د ورته مرستو غوښتنه وکړه.