د کابل ولایت د ملکي او نظامي شهیدانو ورثې د اسنادو او وثیقو څېړنه بشپړه شوه

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۹:۱۸
یس


د کابل ولایت د ملکي او نظامي شهیدانو ورثې د اسنادو او وثیقو څېړنه بشپړه شوه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د ملکي او نظامي شهیدانو ورثې د اسنادو او وثیقو د څېړنې کمېسیون غړو سره وکتل.

د یاد کمېسیون غړو، چې د سترې محکمې، لویې څارنوالۍ، ملي امنیت عمومي ریاست، معلوماتو او مرکزي احصایې ملي ادارې، عامې روغتیا وزارت او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت استازي پکې شامل دي، خپل کاري راپور وړاندې کړ وویل: د کابل ولایت د ملکي او نظامي شهیدانو ورثې د ۱۳۸۰ څخه تر ۱۳۹۹ کال پورې د ټولو اسنادو څېړنه یې بشپړه کړې ده، تایید شوي اسناد به ډېتابیس کړي، هغه اسناد چې نیمګړتیا لري بیا کتنه به یې وشي، د رد شويو اسنادو حقوق به ودرول شي او کوم اسناد چې تایید شوي حقوق به یې ورکړل شي.

د یاد کمېسیون غړو زیاته کړه، چې د کابل ولایت د معلولینو د اسنادو څېړنه یې هم پیل کړې ده، تر اوسه دوه زره اسناد څېړل شوي او په پاتې هغو به چټک کار وکړي. دوی همدا راز له ۱۳۸۰ کال د وړاندې شهیدانو ورثې د اسنادو د څېړنې په اړه د وزارت مقام د لارښوونې غوښتنه وکړه.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د یاد کمېسیون د غړو د فعالیت مننه او ستاینه وکړه وویل: له ۱۳۸۰ د وړاندې کلونو د شهیدانو د ورثې د اسنادو له ارزونې او کتنې وروسته به په دې اړه پرېکړه وشي.

ښاغلي آریوبي ټینګار وکړ، چې د کابل ولایت د معلولینو د اسنادو د څېړنې چارې هم باید چټکې او د پاتې اسناد څېړنه ژر بشپړه شي.

د یادونې وړ ده، چې د ټول هېواد په کچه د شهیدانو د ورثې او معلولینو د اسنادو او وثیقو څېړنه د جمهور رییس د ځانګړي حکم پر بنسټ پیل شوې چې د یادو ادارو د استازو په ګډون هر ولایت ته جلا کمیسیون جوړ شوی او د څېړنې چارې پر مخ وړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۶
Background image

په کنړ ولايت کې پر (۱۲۵) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) نړېوالې مؤسسې په همکارۍ په څوکۍ او نورګل ولسواليو کې پر( ۱۲۵) زلزله ځپلو کورنيو باندې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، هرې کورنۍ ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۵
Background image

ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنۍ د پلاوي سفر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب، محترم نصیر احمد حکيمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (۶۴) تنو کارکوونکو لپاره د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د (ASPS) مرستندویه مؤسسې په همغږۍ د (۶۴) تنو کارکوونکو د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل کړ.

په دې سیمینار کې. . .

BACK TO NEWS