د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې په یو شمېر یتیمانو او معلولینو باندې مرستې ووېشل شوې
د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د (۲۵) تنو معلولینو او یتیمانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه هغوی باندې د کراچېو تر څنګ نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق (۱۰۰) امریکایي ډالره ترلاسه کړل.
د یادونې وړ ده چې د مرستو د وېش پر مهال د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر، د څارنې او ارزونې ریاست استازي او د خیریه بنسټ مسؤلینوحضور درلود.