د هرات ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس په لويدیځ زون کې د سره صلیب د اورتوپيدي مرکز څخه لیدنه وکړه
د هرات ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاوالدين سعد چې د یاد رياست د ټولنیزو خدمتونو مدیر محترم ملا عبیدالله حقیار یې ملتیا کوله، د لويديځ زون د سره صلیب د اورتوپيدي مرکز څخه یې ليدنه ترسره کړه.
د دې ليدنې پر مهال د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس د مصنوعي غړو د چمتو کولو په برخه کې د معلوليت لرونکو وګړو پر وړاندې شته ستونزې د ياد مرکز له مسؤلینو سره شریکې کړې.
په ورته وخت کې د دې مرکز مسؤلینو هم معلولینو ته د مصنوعي غړو د جوړولو او هغوی ته د نورو خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.