د نظامي شهيدانو او معلولینو د کورنیو پر ستونزو خبرې وشوې

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۸ - ۱۳:۲۶
hh

د نظامي شهيدانو او معلولینو د کورنیو پر ستونزو خبرې وشوې

چهارشنبه، د مرغومي ۱۷مه، کابل ـ افغانستان

د افغان امنيتي او دفاعي سرتېريو د شهيدانو او معلولینو کورنيو ته د رسېدنې کمېټې د ملي امنيت شورا دفتر د سياسي چارو مرستیال صديق الله فهيم په مشري خپله نوبتي غونډه وکړه چې د معلوليت ملي سټراټېژي له مخې د نظامي معلولينو ستونزو او اړتياوو ته په پام پکې بحث او غور وشو.

په دې ناسته کې اړونده ادارو ته سپارښتنه وشوه چې د نظامي قربانيانو کورنیو د اسنادو د نوې کړنلارې په برخه کې لا زياته همغږي وکړي او پروسې چټکې شي.

د ملي امنيت د سلاکار سياسي مرستيال وويل، امنيتي او دفاعي سکټورونه دې خپل وړانديزونه او نظريات ژر تر ژره د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت له وزارت سره شريک کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS