د معلولیت د ملي ستراتېژۍ په تطبیق، په دندو د معلولینو د ګمارنې او فزیکي لاسرسي برخو کې باید هر اړخیزه همکاري وشي

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۹:۵۷
csccs

د معلولیت د ملي ستراتېژۍ په تطبیق، په دندو د معلولینو د ګمارنې او فزیکي لاسرسي برخو کې باید هر اړخیزه همکاري وشي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې صبري اندړ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي سره وکتل او د شهیدانو د ورثې او معلولینو اړوندو چارو یې خبرې وکړې.

آغلې اندړ د یادې ادارې مسولیتونو ته په اشارې وویل، چې په ولایتونو کې دې د شهیدانو د ورثې او معلولینو د اسنادو او وثیقو د څېړنې او سمونې بهیر چټک شي، د دې تر څنګ دې په ولایتي ادارو کې د معلولیت لرونکو وګړو فزیکي لاسرسي او پر دندو د ګمارنې موضوع ته هم پاملرنه زیاته شي. نوموړې د معلولیت په لس کلنې ملي ستراتېژۍ کې د یادې ادارې نظرونه او په تطبیق کې یې نقش مهم وګڼه او د عمل په ملي پلان یې هم بحث وکړ.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي معلولیت یوه ملي پدیده یاده کړه وویل، چې په ولایتي مسولینو به د اسنادو او وثیقو د څېړنې او سمونې لپاره ټینګار وکړي، د معلولینو په ګمارنه او د فزیکي لاسرسي اسانتیاوو برابرولو برخه کې به هم هر اړخیزه همکاري وکړي.

ښاغلي کټوازي د معلولینو او د شهیدانو ورثې اړوندو چارو او ستونزو ته د رسېدنې په موخه د دواړو ادارو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ په لا پراختیا او پیاوړتیا تاکید او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS