د شهیدانو د ورثې او معلولینو د اسنادو او وثیقو د څېړنې او ارزونې پر څرنګوالي بحث وشو

sadiq_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۹:۴۱
یلس

د شهیدانو د ورثې او معلولینو د اسنادو او وثیقو د څېړنې او ارزونې پر څرنګوالي بحث وشو

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي د سترې محکمې رییس او قاضی القضات قانونپوه سید یوسف حلیم سره وکتل.

ښاغلي فاروقي د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو د اسنادونو او وثیقو د څېړنې او ارزونې بهیر پر چټکتیا، د دواړو ادارو تر منځ پر همغږۍ او په یاد بهیر کې د حقوقي ستونزو پر حل هر اړخیز بحث او تاکید وکړ. دغه راز فساد سره د مبارزې او غیر قانوني اسنادو د ردولو برخه کې د ټاکل شوو کمېټو او سترې محکمې د قاضيانو د کړنو ستاینه وشوه. پر دې سربېره د شهیدانو د ورثې او معلولینو ستونزو ته د رسېدنې، حقوقو ورکړه کې چټکتیا او روڼتیا ټینګښت دواړو خواوو مشترک مسولیت وګڼل شو.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه: یو شمېر اسناد، چې حقوقي ستونزې لري او بشپړ نه دي؛ د سترې محکمې د قاضیانو د لیکلي لارښود پر بنسټ به اړوندو ادارو ته واستول شي.

د سترې محکمې رییس او قاضي القضات قانونپوه سید یوسف حلیم د فساد پر وړاندې د شهیدانو معلولینو چارو وزارت کړنې او د اسنادونو او وثیقو د څېړنې او ارزونې کمېټو له وروستیو پرمختګونو ستاینه وکړه او د لوی شمیر ناقانونه اسنادونو ردیدل یې نیک ګام وباله. ښاغلي حلیم وویل: د سترې محکمې ټول قاضیان او اداري کارکوونکي هڅه کوي چې د څېړنې پروسه کې روڼتیا رامنځته کړي او ناقانونه اسنادونه باطل کړي. ښاغلي حلیم د همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې په مرکز او ولایتونو کې به ډېر ژر د څېړنې او ارزونې بهیر بشپړ شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS