د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۱۰۸) تنو مستحقو کسانو باندې ژمني توکي ووېشل شول

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۴:۱۴
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د انساني مرستو ټولنې سره په همغږۍ پر (۱۰۸) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې په دې وزارت کې، ژمني توکي چې په هغه کې کمپلې، د ډبرو سکاره او بخارۍ شاملې وې، په منظم ډول ووېشلې.

یادې مرستې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د څارنې او ارزونې ریاست استازي او د مؤسسې مسؤلینو په شتون کې پر مستحقو کسانو باندې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۸:۴۹
Background image

په بلخ ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د شهيدانو کورنيو او معلوليت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه، د هلال خیریه بنسټ سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۸:۴۳
Background image

په لوګر ولایت کې (۹۰) تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د احساس خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۹۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته لس زره (۱۰۰۰۰) اف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۱:۳۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د احساس خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته لس زره (۱۰۰۰۰). . .

BACK TO NEWS