د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوي په ننګرهار ولایت کې د دې وزارت اړوند ریاست له کاري بهیر څخه ارزونه ترسره کړه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۱:۱۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوی د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر وکړ، نوموړي پلاوي هلته د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کاري بهیر څخه ارزونه ترسره کړه او د کارکوونکو سره یې د چارو د لاښه سمون او یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د لاښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه غونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د دعوت او ارشاد چارو اړوند پر مهمو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړې او هغه یې د ټولنې د هدایت، د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا او د فردي او ټولنیزو چلندونو د اصلاح لپاره یو مهم او اغېزناک اړخ وباله. ورپسې، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د یو لړ اداري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د سپارل شویو مسؤلیتونو د سم مدیریت لپاره یې پر نظم، مسؤلیت‌پذیرۍ او همغږۍ ټینګار وکړ. همداراز، د غونډې په پای کې، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین درویش، د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په اهمیت مفصلې او ارزښتناکې څرګندونې وکړې.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني د یاد پلاوي له ورتګ څخه یې خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره به د ښو او غوره خدمتونو وړاندې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS