د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ژمي موسم په رارسیدو سره یو شمېر یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د سوند توکو د چمتو کولو په موخه د (ZFA) خیریه مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۵:۳۱
mmd

د یاد هوکړه لیک پر اساس به د کابل ولایت اړوند د پغمان، فرزې او استالف ولسوالېو (۳۴۶) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د سوند توکي او کمپلۍ ووېشل شي په دې ترتیب به هر مستحق (۴۲۰) کیلوګرامه د سوند لرګي (۲۱۰) کیلو ګرامه د ډبرو سکاره او کمپلۍ ترلاسه کړي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د (ZFA) خیریه مؤسسې رئیس محترم ډاکټر حمیدالدین یولداش ترمنځ لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم ملا صدو خان حق شناس د یادې خیریه مؤسسې له مرستو څخه یې مننه وکړه او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په هېواد کې یواځینی وزارت دی چې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په بېلابېلو برخو کې خدمتونه وړاندې کوي او د یادې مؤسسې له مشر څخه یې وغوښتل تر څو خپلې مرستې له دې وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي او په دې ترتیب سره به مرستې واقعي مستحقینو ته ورسیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS