د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو څخه د ملاتړ او هغوی سره د مرستو په موخه د (HHRD) مؤسسې سره دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۴:۴۰
mmd

 

یاد هوکړه لیکونه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان ریاست وارسي کوونکي ښاغلي قاری شریف الله گلزاد او د (دست های کمک برای پیشرفت و کمک) یا(HHRD)  مؤسسې رئیس ښاغلي عبیدالله فیصل تر منځ لاسلیک شول چې د یو هوکړه لیک له مخې به د بدخشان، بلخ، فراه او ننګرهار ولايتونو (۳۳۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو ته ويلچيرونه ووېشل شي.

په دویم هوکړه لیک کې د شهیدانو د وارثینو او معلولینو لپاره د معیشت او خوراکي خوندیتوب د بدیل پروګرام پلي کول شامل دي چې د هغه له مخې به په کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د حرفوي زده کړو، د خوړو خوندیتوب او د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د اقتصادي ځان بساینې زمینه برابره شي.

د يادونې وړ ده، چې د يادو شویو تړونونو ټوليز ارزښت (٣٤٢٥٠٠) درې لکه دوه څلوېښت زره پنځه سوه امريکايي ډالره دى، چې هره يوه به يې په راتلونکو څلورو څخه تر پنځو میاشتو په موده کې بشپړه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS