د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مدیرانو ته د روزنیز ورکشاپ په لړ کې مالي او تدارکاتي موضوعات تدریس شول

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۳:۲۱
mmd

یاد روزنیز ورکشاپ د مرکز او ولایتونو د پنځوسو څخه زیاتو د مالي او اداري چارو مدیرانو ته د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت له لوري په لاره اچول شوی چې هغوی ته د اداري اساساتو، د استخدام پروسې، د اداري مراسلاتو، پلان جوړونې، د کمپیوټر پروګرامونو سربیره نن ورځ د مالېې وزارت د مجربو استادانو له خوا مالي او تدارکاتي موضوعات تدریس شول.

د یادونې وړ ده چې د ورکشاپ ګډونوالو ته د مالي او تدارکاتي برخو د تدریس پرمهال د دې وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخي زاده حضور درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS