د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت با صلاحیته پلاوي په غزني ولایت کې د شهیدانو د کورنیو لپاره د وقف شوې ځمکې د مساحت د تعیین او د رسمي تصرف چارې پیل کړې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ با صلاحیته پلاوی چې په ترکیب کې یې د بشري سرچینو رئیس ښاغلی مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلی مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئیس ښاغلی قاري محمد امین درویش او د اداري خدمتونو ریاست انجنیر ښاغلی اجمل هوډمن شامل وو، په غزني ولایت کې د شهیدانو د کورنیو لپاره د وقف شوې ځمکې د مساحت د تعیین او د رسمي تصرف چارې پیل کړې.
هغه پنځه سوه جریبه ځمکه چې د شهیدانو کورنېو ته د ښارګوټي جوړولو په موخه په غزني ولایت کې وقف شوې وه، یاد پلاوي د هغې عملي تصرف او د مساحت معلومولو چارې پیل کړې چې د یادې ځمکې ټول قانوني مراحل به تعقیبیږي او وروسته به د یوه مشخص میکانیزم پر بنسټ د کور او ښارجوړونې وزارت او د غزني ولایت ښاروالۍ په همغږۍ د نقشې جوړونې چارې پر مخ یوړل شي او بیا به د یادې ځمکې نمرې د یو منظم پلان له مخې د شهیدانو پر مستحقو کورنیو وویشل شي.