د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي سره وکتل.

farahmand_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۸ - ۱۱:۲۴
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په هیواد کې د اسلامي همکاریو د سازمان د سر منشي ځانګړي استازي ښاغلي طارق علي بخیت سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي طارق علي بخیت د روغتیا, پوهنې او روزنې  په برخو کې د اسلامي همکاریو د سازمان د فعالیتونو او مرستو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: د دې سازمان غړي هېوادونه د زیانمنو افغانانو لپاره همکارۍ ته ژمن دي او د دې هېواد له خلکو سره مرسته د دوی په  لومړیتوب کې دی.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د یتیمانو، معلولیت لرونکو وګړو  او کونډو د ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او دوې ته یې د پوهنې، روغتیا، خوراکي توکو ته د لاسرسي او برابرولو په برخو کې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه. سرپرست وزیر همدارنګه د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د مصنوعي غړو د جوړونې په برخه کې هم د مرستې غوښتنه وکړه.

 

ښاغلي طارق علي بخیت له معلولیت لرونکو وګړو، یتیمانو او کونډو سره د مرستو پر برابرولو د ټینګار ترڅنګ وویل چې د دغې زیانمن شوې قشر ستونزې به  د دې سازمان د غړو هېوادونو له مرستندویه بنسټونو سره شریکې کړي او له هغوې څخه به وغواړي چي  دغو زیانمنو وګړو سره د لازمې همکارۍ او د یتیمانو او معلولینو لپاره د مرستو ټولولو په موخه ځانګړې صندوق جوړ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS