د شهیدانو او معلولینو چارو دوزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید اخند له خوا له یو کارمند سره د خاص شفقت له مخی مرسته وشوه

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۸:۳۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملاعبدالمجید اخند د خاصي پیرزوینې او شفقت له مخې د زابل ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست له یوه تن کارکوونکي سره چې څه موده وړاندې یې کور د سیلاب له امله ويجاړ شوی وو، نغدي مرسته ترسره شوه.

ياده نغدي مرسته چې شل زره (۲۰۰۰۰) افغانۍ کیدله نن ورځ د یاد ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش لخوا یاد کارکوونکي تہ ورکړل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS