د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره د کاري پروسو د ساده کولو او برېښنایي هوکړه لیک لاسلیک کړ

mmd_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۱ - ۲۲:۲۷
عکس

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره د کاري پروسو د ساده کولو او برېښنایي هوکړه لیک لاسلیک کړ

۱۱ د چنګاښ ۱۳۹۸
کابل – افغانستان

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو د ورکړې او کاري پروسو د ساده کولو او برېښنایي کولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دا هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین اریوبي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمي تر منځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک شو.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت به د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت اوسنی سیستمونه، چې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته پېچلي دي، له شننې او ارزونې وروسته تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د آسان خدمت ادارې په مالي لګښت مراجعینو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره نوي، ساده او برېښنایي سیستمونه رامنځته کړي. په دغو سیستمونو کې د شهیدانواو معلولینو د حقوقو د اوسنۍ پروسې ساده کول، د سیستمونو اتصال او پراختیا، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د ( Client service) طرحه او فزیکي ډیزاین، مراجعینو ته د اسانتیا رامنځته کول او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د کارکوونکو کاري وړتیا لوړول شامل دي.
د دې هوکړه لیک له پلي کېدو سره به د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوري د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته ټول خدمتونه د واحدې کړکۍ یا (One Stop Shop) له لارې، چې ۷۲ کاري پروسې پکې ۱۲ هغو ته راښکته شوي دي، وړاندې کېږي.
د دې هوکړه لیک د لاسلیک اصلي موخه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په کارونو کې د روڼتیا رامنځته کول، فساد مخنیوي، د پېچلو او سختو پروسو اسانه او برېښنایي کول، د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو، غوره او چټګو خدمتونو وړاندې کول، د مراجعینو د وخت ضایع کېدو مخنیوی، په لنډ وخت کې د دوی د کارونو خلاصول او حقوقو ورکول او د شهیدانو د کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو او دولت تر منځ د فاصلې له منځه وړل دي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مطبوعاتي دفتر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS