د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې نوی آمر معرفي شو

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۱:۲۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید او حکم پر اساس محترم مولوي سید ولي حماد د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته معرفي او خپل دنده یې رسماً پيل کړه.

د معرفي په غونډه کې د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم احسان نوي آمر ته د سپارل شویو چارو په ترسره کولو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې محترم مولوي سید ولي حماد تر دې وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلانونو او راپورونو د توحید او تحلیل د آمر په توګه دنده ترسره کوله او په دې برخه کې ورسپارل شوې چارې په پوره بریالیتوب سره سرته رسولي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS