تحصيلي بورسونو کې د شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره اسانتيا رامنځته کېږي

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۹ - ۹:۳۱
d

تحصيلي بورسونو کې د شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره اسانتيا رامنځته کېږي

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د کورنيو چارو وزارت د شهيدانو او معلولينو برخې ریيس سمونوال نويد کاوسي سره وکتل او د پولیسو شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره يې په تحصيلي بورسونو کې د اسانتيا رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي کاوسي کورنيو چارو وزارت کې د پولیسو د شهيدانو ورثې او معلولينو ستونزو ته د رسيدنې برخه کې د پرمختګونو په اړه مالومات ورکړه او یاد قشر ته د زده کړو برخه کې د اړینو اسانتياوو برابرول د دواړو ادارو مشترک مسووليت وګڼه او د همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو مرستيالې جميلې نورستانۍ د دوست هيواد هندوستان له لوري دغه قشر ته د (۳۳۴) تحصيلي بورسونو اړوند خبرې وکړې وویل: د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د شرايطو ساده کولو په موخه دې په کابل کې د یاد هېواد سفارت سره د همغږۍ ناسته وشي.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست پوهنمل حميدالله فاروقي د کورنيو چارو وزارت او نورو امنيتي او دفاعي بنسټونو سره د همغږۍ او همکارۍ پر زياتوالي ټينګار وکړ.

ښاغلي فاروقي د ملي پوليسو سرښندنې وستايلې، هيله يې وښوده چې اړونده برخه کې ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وشي.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره زده کړې حياتي مسله ده او په دې برخه کې ياد قشر تر بل هر چا زيات لاسنيوي او پاملرنې ته اړتيا لري.

نوموړي ژمنه وکړه، چې په کابل کې به د هندوستان سفير سره ناسته وکړي، څو د شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره په اعلان شوو تحصيلي بورسونو کې شرایط اسانه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۳۱
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

BACK TO NEWS