په ننګرهار ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهيدانو ورثه ؤ او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه د اچ، اچ، آر، ډي خیریه مؤسسې له لوري د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اووه (۷) ډوله بېلابېل خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل وو، ووېشل شول، په ورته وخت کې هر مستحق سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.