د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو له رئيس سره وکتل

د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي په مشرۍ يو پلاوی چې په هغه کې د یاد ریاست د معلوماتو تحليل کوونکی محترم شکر الله اورياخېل او ځینې نور کارکوونکي شامل وو، بلخ ولايت ته یې د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت او د یاد رياست له کارکوونکو سره یې لیدنه ترسره کړه، هغوی ته یې د چارو د لاښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې او د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او راجسټر بهیر څخه یې خوښي څرګنده کړه.