د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سر پرست وزیر د سویلي افریقا د جمعیت العلماء اسلام خیریه بنسټ له مشر سره وکتل

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۶:۱۲
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د جمعیت العلماء اسلام خیریه بنسټ له مشر ښاغلي محمد واید او راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په یاده کتنه کې چې د پلان او همغږۍ رئیس سید محمد عظیم آغا، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس قاري شاه محمد دوست او همدارنګه د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل مفتي فیصل هم ګډون درلود، له راغلي پلاوي سره یې په بیلابیلو برخو خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې راغلي پلاوي په اسلامي نړۍ کې د جمعیت العلماء اسلام خیریه بنسټ د مرستو د څرنګوالي په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: چې نوموړي خیریه بنسټ په افغانستان کې هم د مرستو لړۍ دوامداره ساتلې ده.

 د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې د شته ننګونو او ستونزو په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه: څلویښت کلنې جګړې په هېواد کې ډیرې ناخوالې را منځته کړي او د جګړو له امله زیات شمیر وګړي معلول شوي دي، نو په کار ده چې د دغه مظلوم قشر( معلولیت لرونکو وګړو او د یتیمانو کورنېو) سره مرسته وشي.

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت  د دفتر رئیس قاري شاه محمد دوست هم د تثبیت شویو معلولیت لرونکو وګړو او یتیمانو د شمېر په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه: معلولین او یتیمان په هېواد کې له جدي ستونزو او ننګونو سره مخ دي او هغوې ته د حرفوي زده کړو د زمینې برابرول، د مصنوعي غړو جوړول، د دې وزارت په لومړیتوبونو کې راځي.

نوموړي همداراز له یاد پلاوي وغوښتل تر څو یتیمانو او معلولینو ته په یاده برخه کې هر اړخیزې مرستې وکړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رئیس سید محمد عظیم آغا هم د یتیمانو او معلولینو پر وړاندې د پرتو ستونزو یادونه وکړه او د یاد خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه یې غوښتنه وکړه تر څو معلولینو ته د مصنوعي غړو د جوړونې په برخه کې له یاد وزارت سره مرسته وکړي.

په دې کتنه کې د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل مفتي فیصل هم د یتیمانو او معلولینو پر وړاندې  د پرتو اقتصادي ستونزو په هکله څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تېر نظام او د اسلامي امارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو تر منځ د حقوقو په ورکړه کې هيڅ توپیر نه دی کړې او دغه وزارت ټولو معلولینو او یتیمانو ته یو ډول خدمتونه وړاندې کوي.

په دې کتنه کې د سویلي افریقا د جمعیت العلماء اسلام خیریه بنسټ څخه راغلي پلاوي هم د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې پرتې  ستونزې او ننګونې واورېدې او په یاده برخه کې د هراړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

برگزاری جلسۀ اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت کندز

به منظور بهبود روند کاری جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی نقیب الله سنان رئیس امور شهداء و معلولین ولایت کندز با حضور تمامی کارمندان بخش های مربوطه تدویر یافت.

محترم مولوی نقیب الله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

جلسۀ اداری در ریاست تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین برگزار گردید

به منظور تأمین هماهنگی بیشتر و بهبود ارایه خدمات، جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی محمد انور برادر رئیس تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین تدویر یافت که در آن آمرین و کارمندان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۶
Background image

جلسه اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت بامیان برگزار گردید

جلسۀ اداری تحت ریاست محترم علی خان احمدی رئیس امور شهداء و معلولین ولایت بامیان با اشتراک کارمندان

بخش های مربوطۀ آن رياست تدویر یافت.

در این جلسه محترم علی خان احمدی پیرامون چگونگی. . .

BACK TO NEWS