د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر په رسمي توګه د دې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۱۰:۲۴
css

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر په رسمي توګه د دې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

mmd

نن سه شنبه د (سلواغې میاشتې ۷ نېټه) د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلی پوهنمل حمید الله فاروقي د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی رییس ښاغلي ډاکتر فضل محمود فضلي له لوري رسماً د دې وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل شو او پخواني وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي مخه ښه وکړه.

د ښاغلي فاروقي د پېژندنې په مراسمو کې د دې وزارت پخواني وزیر لعل الدین آریوبي، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي، د ملي شورا د دواړو خونو استازو، ګڼو دولتي چارواکو، د کابل پوهنتون استادانو، د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ګډون درلود.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د سرچینو او اداري برخې مرستیال احمدالله نويد د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د ښاغلي فاروقي د ګمارنې په اړه د جمهور رییس فرمان ولوست، چې نوموړي ته پکې د بریاوو هیله شوې وه.

د شهیدانو او معلولینو چارو پخواني وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي نوي سرپرست او نوماند وزیر ته د مبارکۍ تر څنګ د وزارت د رامنځته کېدو، ستونزو، ننګونو، فعالیتونو او خپلو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې وویل: د جمهور رییس له باوره مننه کوم، چې د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د خدمت ستر مسولیت یې راسپارلی و، خوښ یم، چې دلته له بنسټیزو کارونو او محسوسو لاسته راوړنو وروسته په ډېر ویاړ خدای پاماني کوم. ښاغلي آریوبي د خپلو ټولو ترسره شویو فعالیتونو لنډ راپور وړاندې کړ او نوې رهبرۍ ته یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوي سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د جمهور رییس له باور مننه وکړه او د وزارت د پخواني وزیر کړنې او لاسته راوړنې یې وستایلې وویل، چې تر دې ځایه د دې ادارې د رارسېدو له جریانه خبر دی او دا ساده چاره نه وه. زیاته یې کړه: ښاغلي آریوبي د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د خدمت په موخه اغېزناک بنسټ ایښي دی، زموږ ماموریت به د دې بنسټ پیاوړتیا او لا پراختیا وي، تر څو یاد قشرونه له غوره خدمتونو او فرصتونو برخمن شي.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د ظرفیتونو لوړول، د همغږۍ ټینګښت، له کمي او کیفي اړخه د خدمتونو ښه کول، ستونزو ته د حل لارو موندل، د روڼتیا پر بنسټ د چارو ترسره کول، د معلولینو د حقوقو په اړه د عامه پوهاوي پراخول، د معلولینو د ملي ستراتېژۍ نهایي کول او تطبیق او نورې چارې به د ټولو ارزښتونو، اصولو او وظیفوي مسولیت سره سمې ترسره کړي. زیاته یې کړه، چې د نابرابرۍ او فساد پر وړاندې مبارزه یې اصلي موخه ده، تر څو اداره له هر اړخه پیاوړې او پر خپلو پښو ودرېږي.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، چې په یادو برخو کې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د ورثې همکاري اړینه ده او له سالمو مشورو به یې د چارو د لا ښه والي په موخه ګټه واخیستل شي.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي د جمهور رییس په استازیتوب د پخواني وزیر کړنې وستایلې او مبارکي یې ورکړه وویل، چې له وړتیا به یې د دولت په نورو برخو کې ګټه واخیستل شي. نوي سرپرست او نوماند وزیر ته د مبارکۍ تر څنګ یې د هغه د اکاډمیک شالید او شخصیت په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه، چې د چارو اداره د دې وزارت د اصلاحاتي پروسو په بشپړولو کې د همکارۍ ډاډ څرګندوي او له نورو دولتي ادارو سره د همغږۍ د ټینګښت برخه کې به هر اړخیزه همکاري وکړي. ښاغلي فضلي وویل، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته د دې ادارې ارتقاء د وزارت په ثبات مستقیم اغېز لري او باید د شهیدانو ورثې او معلولینو ته پاملرنه زیاته شي.

ښاغلي فضلي وویل، چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته دنده ورکړل شوې ده، تر څو د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د باور رایې اخیستو په موخه ولسي جرګې ته وروپېژني.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۴۸
Background image

به تعداد (۴۲۵) تن ایتام، خانم های بیوه و افراد دارای معلولیت در وزارت امور شهدا و معلولین بسته های مواد خوراکی دریافت نمود

وزارت امور شهدا و معلولین به منظور حمایت از ورثۀ شهدا و افراد دارای معلولیت به همکاری یک مؤسسه خیریه برای (۴۲۵) تن ایتام، خانم های بیوه، معلولین و افراد نیازمند کمک های را که شامل شش (۶. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۹:۲۳
Background image

وزارت امور شهدا و معلولین تفاهمنامۀ را به ارزش بیشتر از (۷۲) میلیون افغانی با مؤسسه مطالعات استراتیژیک و پالیسی افغانستان (ASPS) امضاء نمود

وزارت امور شهدا و معلولین به منظور بهبود زندگی ایتام، خانم های بیوه و معلولین و خودکفایی اقتصادی آنان، تفاهمنامه را به ارزش مجموعی (۷۲) میلیون (۶۷۷) هزار و (۶۸۰) افغانی که معادل آن یک. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۹:۷
Background image

رئیس امور شهدا و معلولین ولایت کابل با رئیس مؤسسه ون نیشن بریتانیا برای افغانستان (ONUKA) ملاقات نمود

محترم ملا شیر محمد صمیم رئیس امور شهدا و معلولین ولایت کابل امروز با محترم مفتی یوسف ابراهیم اکودی رئیس مؤسسه ون نیشن بریتانیا برای افغانستان (ONUKA) در دفتر کاری اش ملاقات نمود.

طی. . .

BACK TO NEWS