د جنډر برخې ستونزو ته د رسیدګۍ پر نویو اصولو او مېکانېزم غونډه وکړه

د جنډر برخې ستونزو ته د رسیدګۍ پر نویو اصولو او مېکانېزم غونډه وکړه
د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د جنډر برخې مسولینو د وزارت مقام ته د خپلو فعالیتونو راپور واندې کړ او په یاده برخه کې د ځانګړې تګلارې او اصولو د رامنځته کېدو او پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.
د جنډر برخې مسولینو ښځينه معلولينو او جګړه ځپلو مېرمنو ستونزو ته د رسيدګۍ په موخه د وزارت مشرتابه سره خپل نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې او په دې برخه کې یې د پراخو اصلاحاتو په راتلو تاکید وکړ.
د وزارت د نظامي شهيدانو او معلولينو چارو د همغږۍ مرستیالې صبري اندړ، چې د غونډې مشري کوله، د معلولیت لرونکو او جګړه ځپلو مېرمنو د ژوند د ښه والي او ستونزو ته یې د پر وخت رسيدنې لپاره د شکايتونو صندوق پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ زیاته یې کړه، چې له دې لارې کولای شو معلولیت لرونکو مېرمنو، د وزارت ښځینه کارکوونکو او ښځینه مراجعینو ستونزې تشخیص او د حل لپاره یې جدي اقدامات ترسره کړو.