د کابل ولایت اړوند پر (۵۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې
د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (ZFA) خیریه مؤسسې په همکارۍ د شکر درې ولسوالۍ اړوند پر (۵۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، په شفاف او عادلانه ډول ووېشل.
د یادونې وړ ده چې د مرستو د وېش پر مهال د شکر درې ولسوالۍ ولسوال محترم قاري فدا محمد، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست استازي او د خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.
