په کاپیسا ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش
د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ملک سلمان خیریه بنسټ په همکارۍ، له سلګونو مستحقو کسانو سره مرستې ترسره کړې.
یادې مرستې چې د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې ووېشل شوې، په ترڅ کې یې (۵۰۰) تنو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولیت لرونکو وګړو ته خُرماوې ورکړل شوې او هرې مستحق لپاره (۸) کیلو ګرامه خُرما ځانګړې شوې وې.
د مرستو د وېش پر مهال د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي ګل خان ګل محمد، د یاد ریاست آمر محترم مولوي شمس الرحمن حقاني او یو شمېر نورو مسؤلینو او کارکوونکو شتون درلود.
د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د ملک سلمان خیریه بنسټ له مرستو څخه د مننې ترڅنګ، له نورو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د دې اړمن قشر لپاره لازمې مرستې برابرې کړي.
