شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د (۷۰) عرادو موټر سایکلونو د تدارک او چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه چې د تدارکاتو په آمریت کې جوړه شوې وه، په هغه کې د آفر پرانیستنې د هیئت غړو او د داوطلبو شرکتونو استازو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې، له (۱۵) څخه زياتو خصوصي شرکتونو چې مخکې شرطنامې ترلاسه کړې وې، خپل آفرونه یې د شرطنامو د شرایطو او د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم د آفر پرانیستنې هیئت ته تسلیم کړل.
