د پنجشیر ولایت شهیدانو او معلولینو چارو رياست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او بایومټریک په موخه نوی الکټرونیکي سیسټم فعال شو.
په همدې موخه جوړ شوي پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي مولوي شاه محمد دوست د نوي الکټرونیکي سیسټم پر اهمیت او ارزښت هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او د ياد سيسټم پلي کول يې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او هغوی ته د حقوقو د ورکړۍ په پروسه کې د شفافیت، چټکتیا په رامنځته کولو او هغوی ته پر وخت د غوره او معياري خدمتونو په وړاندې کولو کې خورا مهم وباله او د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ته یې د نوي الکټرونیکي سیسټم د چارو په پوره دقت او کیفیت سره د پرمخ وړلو سپارښتنه وکړه.