د شهیدانو او معلولینو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ ناسته وشوه

sadiq_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۹:۲
ss

د شهیدانو او معلولینو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ ناسته وشوه

نن پنجشنبه د (سلواغې میاشتې ۹ نېټه) د شهیدانو او معلولینو چارو د سرپرست وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ ناسته ترسره شوه، چې د وزارت مرستیالانو، رییسانو، مشاورینو او نورو مسولینو پکې ګډون درلود.

ښاغلي فاروقي د رهبرۍ د نننۍ ناستې اصلي موخه د وزارت د رهبرۍ غړو سره پېژندنه، پر شته ستونزو بحث، د حل لارو موندنه او اقداماتو ترسره کول وګڼل وویل: مهمه ده، چې د ټولو برخو تر منځ همغږي او همکاري نوره هم پیاوړې شي، تر څو چارې منظمې، چټکې او د شهیدانو ورثې او د معلولیت لرونکو وګړو ستونزو او غوښتنو ته په بېړني ډول رسېدنه وشي.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، چې د شهیدانو ورثه او معلولیت لرونکي وګړي د ټولنې زیانمن او مستحق قشر دی، دوی سره مرسته او همکاري د دې ادارې تر څنګ د ټولو دولتي او غیر دولتي بنسټونو او خلکو دیني، انساني او وجداني مسولیت دی، چې باید ښه توګه ترسره شي.

ښاغلي فاروقي په اداره کې د بیروکراسۍ په ختمولو، مراجعینو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو، شته ستونزو او ننکونو سره په مبارزه، د شهیدانو ورثې او معلولینو سره په نېک برخورد او درناوي ټینګار وکړ زیاته یې کړه، چې د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول او د ستونزو ته یې رسېدنه لومړیتوب او په دې برخه کې ورته هیڅ ډول ځنډ او خنډ د منلو وړ نه دی.

د رهبرۍ غړو هم د خپلو برخو اړوند مسایل د وزارت مشرتابه سره شریک کړل، چې د بحث او حل په موخه د رهبرۍ د راتلوونکې ناستې په اجنډا کې شامل شوه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۵
Background image

ارزیابی فعالیت‌ها و کارکردهای یکسالۀ شماری از رؤسای وزارت امور شهداء و معلولین

به‌ منظور بررسی میزان پیشرفت امور، بهبود کیفیت خدمات و شناسایی چالش‌های موجود، فعالیت‌ها و اجراآت یکسالۀ شماری از رؤسای وزارت امور شهداء و معلولین در حضور محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۰
Background image

امضای تفاهمنامه همکاری میان وزارت امور شهداء و معلولین و بنیاد خیریه قمر

وزارت امور شهداء و معلولین تفاهمنامۀ را به ارزش مجموعی مبلغ (۷) لک و (۳۰) هزار افغانی با بنیاد خیریه قمر امضاء نمود که بر اساس آن برای صد (۱۰۰) تن از بیوه ها و خانم های دارای معلولیت در. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

توزیع کمک های مواد خوراکی به (۵۰۰) خانواده مستحق در ولایت بامیان

ریاست امور شهداء و معلولین ولایت بامیان به منظور تأمین نیازهای اولیه زندگی ایتام، به همکاری مؤسسه خیریه (ZFA) برای (۵۰۰) خانواده های ایتام، کمک های را که شامل آرد، روغن، برنج و برخی. . .

BACK TO NEWS