د بلخ ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور

content_admin
mmd

د بلخ ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د بلخ ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور پر اساس د دې ولایت اړوند (۱۲۷۵) شهیدانو د شپږو میاشتو حقوقو د دوی بانکي حسابونو ته لېږدول شوي دي او (۷۵۵۱۶۹۵۰) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې وه. پاتې (۱۹۸) شهیدانو ته د یو کال لپاره (۱۴۹۵۸۳۰۵۰) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې او د کاري پروسې له بشپړېدو سره به یې حقوقو بانکي حسابونو ته ولېږدل شي.
(۱۹۷) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوق ترلاسه کړي دي او دوی ته (۱۲۲۷۲۳۹۴) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. د پاتې (۱۱) معلولینو حقوق هم د پروسس په حال کې دي او د یو کال لپاره ورته (۱۳۶۴۲۹۲۰) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده.
د (۸۳۵۷) ملکي شهیدانو حقوق تر کار لاندې دي او د یو کال لپاره (۲۶۸۹۸۸۵۴۰) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې ده.
د (۳۸۱۰) ملکي معلولینو حقوق هم د پروسس په حال کې دي او ژر به ورکړل شي. دوی ته د یو کال لپاره (۱۸۰۸۷۸۵۴۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

Latest announcements

Mon, Jun 28 2021 3:35 PM
Background image

اعلان

برچه شهیدلر ورثه سیگه یتکیزیله دی، او کیشیلر که(مهر قیلینگن فورم ) آلگن یوق، التماس قیلیب تیزلیکده وزارت ده مراجعه قیلیب تایید بولگن فورم تولدیرسن تا حقوقلری بیریلسن.

Wed, Jun 16 2021 3:22 PM
Background image

اعلان

برچه نظامی شهیدلر ورثه سیگه یتکیزیله دی، او کیشیلر که(مهر قیلینگن فورم ) آلگن یوق، التماس قیلیب تیزلیکده وزارت ده مراجعه قیلیب تایید بولگن فورم تولدیرسن تا حقوقلری بیریلسن.

Sun, May 23 2021 12:36 PM
Background image

حورمتلی شهیدلر ورثه سی و ناگرانلر !

حورمتلی شهیدلر ورثه سی و ناگرانلر !

آیا بیله سیز می الکترونیکی تذکر السنگیز حقوقلر اینگیز اوز وقتیگه بیرله دی ؟

آیا بیله سیز می الکترونیکی تذکر اینگیز بولمه سه ۱۴۰۰ییل حقوقی بیریلمی . . .

Back to announcements