د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت خپلواکه کېدو په اړه د ولسي جرګې مشترک کمېسیون

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۱۵:۳۰
mmd

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت خپلواکه کېدو په اړه د ولسي جرګې مشترک کمېسیون ته معلومات ورکړل شوه

نن سه شنبه د ( دلوې میاشتې لومړۍ) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلی لعل الدین آریوبي د ولسي جرګې له لوري وربلل شوی و، تر څو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د خپلواکه کېدو په اړه د ولسي جرګې د مشترک کمېسیون غړو ته معلومات وړاندې کړي.
ښاغلي آریوبي په پیل کې د یاد کمېسیون غړو ته د وزارت د تېر یو کال فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړه او د وزارت د خپلواکه کېدو په اړه یې وویل: د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کېدل د هېواد په اوسنیو شرایطو کې د یادو قشرونو ستونزو ته د رسیدګۍ او دوی ته د خدمتونو او په مختلفو برخو کې د فرصتونو برابرولو لپاره ضرور او یوه شدیده اړتیا ګڼل کېږي. اړینه ده، چې معلولیت لرونکي وګړي او د شهیدانو کورنۍ د یو واحد او خپلواک ادرس خاوندان وي.
ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې معلولیت لرونکي وګړي او د شهیدانو کورنۍ په اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي، علمي، د امکاناتاتو او اسانتیاوو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او دوی ته د یوې خپلواکې ادارې په نشتون کې یادو ستونزو ته رسیدګي او حل یې ستونزمنه چاره ده. د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په خپلواکه کېدو سره دغه قشر ته د زده کړو، کار موندنې، اقتصادي پیاوړتیا، ټولنیز او سیاسي ادغام او ځان بسیاینې سربېره په نورو ډېرو برخو کې د پام وړ کارونه، چې د دوی د ژوند د ښه والي په برخه کې مثبت نقش ولري، ترسره شي.
ښاغلي آریوبي د دغه کمېسیون غړو ته د وزارت د خپلواکه کېدو د ګټو په اړه وویل، چې یاد قشر ته به د دوی د حقوقو په ورکړه کې رونټیا رامنځته شي او دا چې دغه وزارت اوس یو مصرفي اداره ګڼل کېږي له دې وروسته به د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ځان بسیاینې، زده کړو، حرفوي زده کړو، ټولنیز ملاتړ، په ټولنه کې د بیا ګډون او اسانتیاوو برابرولو لپاره لار هواره شي.
ښاغلي آریوبي د کمېسیون غړو ته د وزارت د تېرو پلانونو او راتلونکو پلانونو په اړه هم معلومات وړاندې کړه او د وزارت د خپلواکه کېدو اړوند یې د ملت د استازو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
پرېکړه وشوه، چې د وزارت د خپلواکه کېدو موضوع به سبا د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د رایې اخیستنې لپاره وړاندې شي. د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رهبرۍ هیله وښوده، چې د ملت استازي به د ټولنې د یو ستر قشر غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په فارياب ولايت کې (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

په یادو مرستو کې چې ژمنۍ البسه او کمپلۍ شامل وې، د ېوې خیریه مؤسسې له لوري د فاریاب ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست سره په همغږۍ پر (۶۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۲۷
Background image

په کنړ ولايت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د یوې خیریه مؤسسې له لوري د کنړ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست سره په همغږۍ د یاد ولایت د مرکز او اړوند ولسوالېو پر (۶۳۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمني توکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۳۸
Background image

په غور ولایت کې د شهیدانو او معلولینو (۴۹۰) مستحقو کورنېو مرستې ترلاسه کړې

یوې خیریه مؤسسې د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ په یاد ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۴۹۰) مستحقو کورنېو باندې ژمني توکي چې په هغه کې البسه او کمپلې موجودې. . .

BACK TO NEWS