د یتیمانو پر وړاندې د سـرپرست شـرعي مسئولیتونه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵

ليکوال: مفتي فيصل

اسلام د ژوند یو بشپړ نظام دی، پکې د هر چا حقوق په پام کې نیول شوي دي. الله جل جلاله هېڅوک داسې نه دی پریښی چې چا دې ورسره مرسته او کومک نه وي کړی، بلکې د هر چا لپاره یې داسې اسباب او لارې هم برابرې کړي چې په اسانه د الله جل جلاله  پر ځمکه ژوند تېر کړي. له دغې جملې څخه یې یوه ډله یتیم  او بې سرپرسته ماشومان دي دوی هم ټولنیز حقوق لري؛  بشپړ کفالت او د حقوقو ساتنه یې لازمي ده، له دوی  مخ اړول یې د حقوقو تر پښو لاندې کول دي.

په ټولنه کې مېشت قومونه، ولسونه او کورنۍ  که څه هم د پېژندګلوۍ له پلوه له یو بل څخه بېلې وي، د هغوی استوګنځایونه، معیشت او تمدن جلا جلا وي، خو د ټولنیز حیثیت له مخې ټول یو واحد جوړوي. په غم او خوشحالۍ کې له یو بل سره ګډون کول د هغوی اسلامي فریضه ده. د زمانې د پېښو ځپلو خلکو پالنه او د هغوی اړتیاوې پوره کول د دوی اسلامي او  ټولنیزه ذمه واري ده،  ډېر خلک دا مسئولیت ځکه ادا کوي چې دا کار ثواب او ورباندې  دروند بار نه وي؛ خو له دې سره سره بیا هم  په اوسني عصر کې تر ټولو لویه ستونزه د ټولنې د یتیمو ماشومانو کفالت دی. ځکه  مونږ او تاسو په یو داسې هیواد کې ژوند کوو چې څو وارې د کفارو تر یرغل لاندې راغلی او د هر یرغل په پایله کې زمونږ په لکونو ماشومان یتیمان او د سر سوری یې ورڅخه پناه شوی د پلار په نشتون کې دوی بې سرپرسته په کور کلي کې د ژوند ترخې شپې او ورځې سبا کوي د ځینو نورو یتیم ماشومانو پلار بیا په خپل مرګ وفات او د ژوند هره شیبه ورباندې ډېره سخته تیریږي د پلار په مرګ سره یتیم ماشومان د ذهني فشار سره مخ وي ځکه چې هغوی د خپل پلار ملاتړ له لاسه ورکړی او دا د هغوی په رواني وضعیت کې ژور تاثیر کوي.

یتیمان هم اسلامي او ټولنیز حقوق لري؛ د هغوی په پوره ډول کفالت او د ژوند اسانتیاوې ورته برابرول د ټولو مسلمانانو مسئولیت او باید هر مسلمان ددوی له حقوقو خبر وي.

په ټولنه کې یتیم دري( ۳)  حالتونه لري

لومړی : چې یتیم  خپل مال ولري

دوهم: چې یتیم خپل مال ونه لري خو  نږدي خپل خپلوان یې مالداره وي.

دریم: چې یتیم خپل مال ونه لري او نږدي خپل خپلوان یې هم غریبان وي

په لومړي حالت کې: یعنې که هغوی مال ولري، نو د هغوی روزنه او کفالت به د هماغه مال څخه کېږي، په بیت المال او ولي یې نفقه لازمه نه ده ، ځکه دوی خپله د مال څښتنان دي او کله چې څوک خپل مال ولري نفقه یې پر بل چا نه واجبیږي.

علامه سرخسي رحمه الله فرمایي:

فَإِذَا كَانَ لِلْوَلَدِ مَالٌ فَنَفَقَتُهُ فِي مَالِهِ؛ لِأَنَّهُ مُوسِرٌ غَيْرُ مُحْتَاجٍ وَاسْتِحْقَاقُ النَّفَقَةِ عَلَى الْغَنِيِّ لِلْمُعْسِرِ بِاعْتِبَارِ الْحَاجَةِ إذْ لَيْسَ أَحَدُ الْمُوسِرِينَ بِإِيجَابِ نَفَقَتِهِ عَلَى صَاحِبِهِ بِأَوْلَى مِنْ الْآخَرِ.( المبسوط للسرخسي ۵ / ۲۲۳)

ژباړه: نو که د ماشوم خپل مال وي، د هغه نفقه به د هماغه له ماله ورکول کېږي؛ ځکه هغه شتمن دی او محتاج نه بلل کېږي. او د نفقې استحقاق دا دی چې پر شتمن کس د بېوزله کس لپاره د اړتیا له مخې واجبېږي؛ ځکه له شتمنو کسانو څخه هېڅ یو تر بل شتمن زیات د دې وړ نه دی چې خپله نفقه یې پر بل شتمن لازمه شي.

علامه ابن نجيم رحمه الله فرمايي:

لِأَنَّ الصَّغِيرَ إذَا كَانَ لَهُ مَالٌ فَنَفَقَتُهُ فِي مَالِهِ.( البحر الرائق ۴/ ۲۱۸):

ژباړه: ځکه چې که نابالغ ماشوم خپل مال ولري، نو د هغه نفقه به د هماغه له ماله ورکول کېږي

 په دغه صورت کې  د یتیم ولی او سرپرست ته په کار دي چې  په  پوره امانتدارۍ سره د یتیمانو مال پر هغه ځای کې چې یتیمان ورته اړتیا لري مصرف کړي له خوړلو څخه یې ځان وژغوري  او د روزنې تعلیم او تربیې یې باید ځانګړې پاملرنه وشي. قرآن کریم کې الله جل جلاله  ټینګار کړی  چې د یتیمانو د مال له خوړلو څخه ځانونه وژغوری.

إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا ( النسا‌‌ء ۱۰)

ژباړه: کوم خلک چې په ظلم سره د یتیمانو مالونه خوري په حقیقت کې هغوی خپلې ګېډې له اوره ډکوي او هغوی به خامخا د دوزخ تاوجن اور ته ورننوځي.

د پورتني ایت کریمه لاندې ګڼ شمیر مفسرینو د سدي رحمه الله دغه قول نقل کړی

وَقَالَ السُّدِّيُّ: يُبْعَثُ آكِلُ مَالِ الْيَتِيمِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَهَبُ النَّارِ يَخْرُجُ  مِنْ فِيهِ وَمِنْ مَسَامِعِهِ وَأَنْفِهِ وَعَيْنَيْهِ، يَعْرِفُهُ مَنْ رَآهُ بِأَكْلِ مَالِ الْيَتِيمِ.ـ( ابن کثیر،الدرالمنثور،الطبری، الخازن)

ژباړه: سدي رحمه الله فرمایي: په ظلم د یتیم مال خوړونکی به د قیامت په ورځ داسي مهال حشر کیږي چې د اور لمبې به یې له خولې، غوږونو، پوزې، او له سترګو څخه راوځي،هر څوک يې چې وګوري پيژني به یې چې دا دیتیم د مال خوړونکی دی.

دوهم حالت دا دی:  چې یتیم خپل مال ونه لري خو  نږدې خپل، خپلوان یې مالداره وي د نـــږدي خپلـوانــو اقتصادي وضعیت یې ښه وي، په دغه صورت کې یې نفقه پر همدوی واجبه ده  لکه نیکه ، ورور، تره او داسې نور، د یتیمانو نفقه، روزنه او لګښت د همدغو خپلوانو مسؤلیت دی.  په خپلوانو کې یې هم لومړی مسئولیت هغه چاته راجع کیږي چې هغه د یتیم ډېر نږدي خپل وي ، که چېرته یې دا ډول  نږدې خپل خپلوان یتیم ته دنفقې ورکولو انکار وکړي نو حکومت باید د زور او قوت له لارې دوی دې ته مجبور کړي چې د یتیمانو نفقه ادا او ددوی ښه پالنه وکړي ځکه که چیرته یتیم مړ کیږي همدغه نږدې خپلوان یې د میراث حقدار وي او میراث به یې پر همدوی تقسیمیږي.

وَالنَّفقَة لكل ذِي رحم محرم إِذا كَانَ صغيرا فَقِيرا أَو كَانَت امْرَأَة بَالِغَة فقيرة أَو كَانَ ذكرا بَالغا فَقِيرا زَمنا أَو أعمی وَيجب ذَلِك على مِقْدَار الْمِيرَاث وَيجْبر عَلَيْهِ ( الهدایة:۱/۹۰)  (  الجوهرة النيرة:۲/۹۳)

ژباړه: نفقه پر هر هغه خپلوان محرم لازمه ده چې د خپلوي اړیکه يي ورسره وي؛ که هغه واړه او بېوزله وي، یا بالغه ښځه وي خو فقیره وي، یا بالغ وي خو بېوزله او معذور (فلج) وي، یا ړوند وي.

او دا نفقه د میراث د اندازې سره سم واجبه ده، او پرې (وارثان) مجبور هم ګرځول کېږي.

دریم حالت دا دی:

چې یتیم خپل مال ونه لري او نږدي خپل خپلوان یې هم غریبان ، اقتصادي وضعیت یې خراب او له مشکلاتو سره مخ وي په داسې حالت کې د یتیمانو نفقه  پر دوی واجبه نه ده ځکه دوی د خپل فامیل نفقې ته حیران وي نو د نورو بچیانو او ماشومانو ته به نفقه څنګه برابره کړي، په داسې صورت کې یې د نفقې ټول مسئولیت حکومت ته راجع کیږي او حکومت باید ورته د نفقې ترتیب جوړ کړي.

علامة برهان الدين ابن مازة البخاري الحنفي رحمه الله فرمایي :

هذه النفقة لا تجب إلا على الموسر ولا تجب على الفقير لا قليل ولا كثير؛ لأن هذه النفقة تجب بطريق الصلة، والصلات تجب على الأغنياء، ودون الفقراء.

ژباړه: دا نفقه یوازې پر مالدار کس لازمه ده، او پر فقیر هېڅ ډول نه لازمیږي، نه لږ او نه ډېره؛ ځکه دا نفقه د خپلوي د پالنې (صیله رحمی له مخې واجبېږي، او د تر بېوزلو خپلوانو نفقه( مالي لګښت، خرڅه کول) چې د صله رحم له امله واجبیږی دا یوازې پر شتمنو لازمه ده، نه پر بېوزلو. ( المحیط البرهاني:۵۸۴/۳)

همدا راز علامه کاساني رحمه الله فرمايي:

وَأَمَّا الَّذِي يَرْجِعُ إلَى الْمُنْفِقِ خَاصَّةً فَيَسَارُهُ فِي قَرَابَةِ غَيْرِ الْوِلَادِ مِنْ الرَّحِمِ الْمَحْرَمِ فَلَا يَجِبُ عَلَى غَيْرِ الْمُوسِرِ فِي هَذِهِ الْقَرَابَةِ نَفَقَةٌ وَإِنْ كَانَ قَادِرًا عَلَى الْكَسْبِ؛ لِأَنَّ وُجُوبَ هَذِهِ النَّفَقَةِ مِنْ طَرِيقِ الصِّلَةِ وَالصِّلَاتُ تَجِبُ عَلَى الْأَغْنِيَاءِ لَا عَلَى الْفُقَرَاء(بدائع الصنائع :۴/۳۵)

ژباړه: خو هغه شرط چې په ځانګړي ډول د نفقه ورکوونکي (منفِق) پورې اړه لري، هغه دا دی چې د اولاد پرته د نورو خپلوانو، یعنې د نږدي محرم خپلوانو، نفقه یوازې پر شتمن کس واجبه ده؛ نو پر بېوسه کس په دې ډول قرابت کې نفقه نه لازمیږي، که څه هم د کار او کسب توان ولري؛ ځکه د دې نفقې وجوب د صله رحمی له لارې دی، او  صله رحمي (په نورو خرچه کول) یوازې پر مالدارانو لازمه ده، نه پر فقیرانو.

دلته دا لازمه ده چې د مالداری هغه حد وپېژنو چې د نږدې خپلوانو د نفقې وجوب ورپورې تړلی دی. امام ابو يوسف رحمه الله د زکات نصاب معتبر ګڼلی دی، او د امام محمد رحمه الله په اند کې يو کس د خپل ځان او د خپل اهل او عيال د يوې مياشتې نفقه ولري، او له دې وروسته څه زيات مال هم ورسره پاتې شي، نو هغه به د خپلوانو د نفقې ورکولو ته اړ ايستل کېږي.

ثم لا بد من معرفة حدّ اليسار الذي تعلق به وجوب هذه النفقة. ذكر ابن سماعة عن أبي يوسف رحمهما الله: أنه اعتبر نصاب الزكاة، وروى هشام عن محمد رحمهما الله إذا كان له نفقة شهر لنفسه وعياله وفضل على ذلك يجبر على نفقة الأقارب.  (المحیط البرهاني:۵۸۴/۳)

همدا راز د یتیم د مال او جایدادونو د ساتلو موضوع هم مهمه ده ، که چېرته د یتیم مرحوم پلار څوک وصي ټاکلی وي نو دا  د هغه دیني مسئولیت دی، چې د يتيم مال وساتي، اداره يې کړي او د هغه ګټې خوندي کړي.

او که چېرته یې پلار وصي نه وي ټاکلی، نو د خاندان مشران او تجربه لرونکي کسان دې په خپل مینځ کې کیني او په مشوره دې  د یتیمانو د مال او ګټو خوندي ساتلو لپاره  دې  د یتیمانو مور او یا تره وټاکل شي، کوم یو چې د یتیمانو په حق کې ګټور غوره او مصلحت په کې وو هغه دې وصي وټاکل شي كه بالفرض والتقدیر دوی هم وصي ونه ټاکه بیا به د وخت شرعي قاضی دیتیم لپاره وصي وټاکي ترڅو يې د مال ښه ساتنه او ګټې يې په ښه شان سره خوندي شي.

له شک پرته د پلار نشتوالی د اولاد لپاره یو ستر غم او دردونکي صحنه وي، په داسې وخت کې یتیم ته هم په کار دي چې د نورو خلکو مرستو ته سترګې په لار او منتظر پاتي نشي ، ټول عمر په ژړا او خفګانونو تېر نکړي چې نه علم وکړي نه د کوم کسب د زده کړې هڅه وکړي او نه هم کار وکړي ، یتیم ته په کار ده چې له وخت څخه په استفادې د امتحانونو او ننګونو په میدان کې ماتې ونه مني، بلکې یو څه علم او د کسب زده کړې ته ملا وتړي خپل همت وکړي  چې په راتلونکي کې بیا وکولای شي د خپل کور مشکلات. او ستونزي  په خپله حل او فصل کړي ځکه د نورو خلکو مرستې همیشه نه، بلکې تر یو وخته پورې وي  په ټولنه کې د یتیمانو هغه کورنۍ کامیابي وي چې یتیمانو یې زده کړې کړې وي او د کسب، حرفې خاوندان وي بناء په پای کې له ټولو مسلمانانو په خاصه توګه د یتیمانو له سرپرستانو هیله کوم چې دیتیمانو تعلیم او تربیې ته خاصه پاملرنه وکړي تر څو راتلونکی یې روښانه او له مشکلاتو خلاص وي .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۸
Background image

مسئولیت‌های شرعی سرپرست ایتام

نویسنده: مفتی فیصل

 

اسلام یک نظام کامل زندگی است که در آن حقوق همه در نظر گرفته شده است، خداوند جل جلاله هیچ انسان را بدون کمک و حمایت رها نکرده است، بلکه برای هر انسان وسایل و راه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۵۷
Background image

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند وزیر امور شهداء و معلولین به ولایت غور سفر کرد

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند وزیر امور شهداء و معلولین را که محترم مفتی عبدالاحد مسعود رئیس دعوت و ارشاد، محترم مولوی امان الله جمالی آمر تفتیش مرکزی و محترم ملا ابراهیم شاه خلیل آمر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۳۲
Background image

محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقانی معین وزارت امور شهداء و معلولین، با معین وزارت کار و امور اجتماعی ملاقات نمود

محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقانی معین وزارت امور شهداء و معلولین با محترم مولوی محمد زاهد معین وزارت کار و امور اجتماعی در دفتر کاری اش ملاقات نمودند، در جریان ملاقات محترم مولوی ثناء. . .

BACK TO NEWS