په پنجشېر ولايت کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د ترسره شویو فعاليتونو او کړنو څخه بررسي ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رياست په ولایتونو کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياستونو له لوري په (۱۴۰۳) مالي کال کې د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي پیل کړې ده، په دې لړ کې د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد رياست اړوند دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم علي جان محمدي یې ملتیا کوله، پنجشېر ولايت ته یې سفر وکړ، هلته یې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه.
د دې بررسي اساسي موخه په ۱۴۰۳ مالي کال کې د تخصیص شوې بوديجې د مصرف څرنګوالي معلومول، د مخکیني پلاوي د سپارښتنو تعقیبول، د وړاندې شویو خدمتونو د شفافیت معلومول او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو پیژندل دي.
یاد پلاوی به د خپلو موندنو راپور د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له مشرتابه سره شریک کړي.