په پنجشېر ولايت کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د ترسره شویو فعاليتونو او کړنو څخه بررسي ترسره شوه

asad_admin
Mon, Aug 18 2025 9:01 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رياست په ولایتونو کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياستونو له لوري په (۱۴۰۳) مالي کال کې د‌ ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي پیل کړې ده، په دې لړ کې د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد رياست اړوند دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم علي جان محمدي یې ملتیا کوله، پنجشېر ولايت ته یې سفر وکړ، هلته یې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه.

د دې بررسي اساسي موخه په  ۱۴۰۳ مالي کال کې د تخصیص شوې بوديجې د مصرف څرنګوالي معلومول، د مخکیني پلاوي د سپارښتنو تعقیبول، د وړاندې شویو خدمتونو  د شفافیت معلومول او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو پیژندل دي.

یاد پلاوی به د خپلو موندنو راپور د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له مشرتابه سره شریک کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS