د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ
د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته د ښې رسیدګي په موخه د یاد ولایت دوشي او خنجان ولسوالیو ته سفر وکړ، هلته ېې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د کور په کور سروې له بهیر څخه ارزونه وکړه او د ښې سروې د ترسره کیدو او د واقعي مستحقینو د پېژندنې په موخه یې اړوندو کسانو ته لازمې لارښوونې وکړې، څو واقعي مستحقین وپېژندل شي او د میاشتني نغدي مساعدتونو څخه برخمن شي.
