د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په نېکمرغه میاشت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو ورځنیو اړتیاوو ته د رسیدګۍ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره د (۱۶۸) زره او (۷۲۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک له مخې به د کابل، زابل، پنجشېر او بامیان ولایتونو اړوند (۲۴۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته (۶) ډوله خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.
همداراز د کابل، پروان، کاپيسا، لغمان او لوګر ولایتونو اړوند (۱۵۰۰۰) تنو روژه لرونکو کسانو لپاره به د روژه ماتي لپاره خواړه چمتو شي.
د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (ZFA) خیریه مؤسسې رئيس محترم ډاکټر حمید الدین یولداش ترمنځ لاسلیک شو او د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به د یوې میاشتې په موده کې پلي شي.
د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم مولوي ثناء الله فرقاني د یادې خیریه مؤسسې له لوري، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو د برابرولو په پار قدرداني وکړه او د یاد قشر لپاره یې د لازیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
