د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې له سلګونو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه
د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ملک سلمان خیریه بنسټ په همکارۍ د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خُرماوو مرستې ووېشلې.
یادې مرستې چې د سعودي عربستان هېواد له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته ورکړل شوې وې، هر کورنۍ ته (۸) کیلو ګرامه خُرما ورکړل شوې.
د مرستو د وېش پر مهال د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي شیر محمد صمیم او یو شمېر نورو مسؤلینو او کارکوونکو شتون درلود.
محترم مولوي شیر محمد صمیم د یاد خیریه بنسټ له مرستو څخه چې یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته یې برابرې کړې وې، مننه او قدرداني وکړه او د نورو خیریه مؤسسو یې وغوښتل چې له دې اړمن قشر لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي.
