د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه د قمر خیریه بنسټ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

په روژې مبارکې مياشت کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د مرستو برابرولو په موخه
د قمر خیریه بنسټ سره د څلور (۴) میلیونه او (۵۳۳) زره افغانيو په مجموعي ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ.
یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د قمر خیریه بنسټ استازي محترم رياض احمد صافي ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې په کابل، خوست، پکتيا، میدان وردک، پروان، غزني او لوګر ولايتونو کې (۱۲۳۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته شپږ ډوله خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، د خوراکي مرستو د وېش پروژه به د پورته ذکر شويو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ تطبیق کړل شي.