د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په کندهار ولایت کې د معلولینو ښارګوټي لپاره د څښاک د پاکو اوبو چمتو کولو په موخه د شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د خیریه او بشري مرستو له مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د خیریه مؤسسې له اجرایوي مسؤل محترم محمد برات حسین خیل ترمنځ لاسلیک شو چې د هغه له مخې به د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د شیخ محمد بن راشد آل مکتوم په نوم د معلولینو په ښارګوټي کې د معلولینو دوه سوه (۲۰۰) کورنېو ته د څښاک صحي او پاکې اوبه چمتو شي.
د يادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټوليز ارزښت یو لک او اووه اتیا زره او څلور سوه او څلویښت (۱۸۷۴۴۰) امریکایي ډالره دى، چې د پنځه کالو په موده کې به بشپړه شي.