د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مؤظف پلاوي په بامیانو ولایت کې د دغه وزارت اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه وڅیړل

nasrat_admin
Tue, Aug 29 2023 11:58 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت  د څارنې او ارزونې رئیس ښاغلی مولوی نورالحق حقاني د یاد وزارت د یوه پلاوي په مشري د بامیانو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه وڅیړل.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت  د څارنې او ارزونې رئیس د یاد ریاست د فعالیتونو د څیړلو پر مهال خبرې وکړې او زیاته یې کړه: یتیمان، کونډې او معلولیت لرونکي وګړي د ټولنې زیانمن قشر دی او خوشحاله یو چې دې زیانمن قشر ته د خدمتونو په وړاندې کولو بوخت یو. نوموړي همداراز د یاد ریاست کارکوونکي وهڅول تر څو خپل ورسپارل شوي مسؤلیتونه په اخلاص سره سرته ورسوي او له هغوی یې وغوښتل تر څو له مراجعینو سره له ښه چلند څخه کار واخلي.

په ورته وخت کې محترم علی خان احمدي د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ریاست له کړنو او لاسته راوړنو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: سره له دې چې د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د پام وړ امکانات په لاس کې نه لري خو بیاهم دا ریاست توانیدلی دی تر څو په دې ولایت کې نوي سلنه د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د هغوی ۱۴۰۲ کال د شپږو میاشتو حقوق حواله کړي.

یاد پلاوي همدارنګه د بامیانو ولایت له والي ښاغلي مولوي عبدالله سرحدي سره د یاد ریاست پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې ښاغلي مولوي نورالحق حقاني د یاد ریاست سره د بامیانو ولایت د مقام له هراړخیزو مرستو یادونه او ستاینه وکړه او د یاد ولایت له والي څخه یې د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

 هغه همداراز زیاته کړه: د ریاست الوزرأ د اقتصادي محترم معاونیت د فیصلې پر بنسټ هغه مرستې چې د خیریه بنسټونو له خوا د اقتصاد، کرنې او مالدارۍ، د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې او د سرې میاشتې ریاستونو سره ترسره کیږي چې د هغې پنځه ویشت سلنه مرسته د شهیدانو ورثو او معلولیت لرونکو وګړو ته ځانګړې شوې، باید عملي شي.

په دې لیدنه کې د بامیان ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي هم خبرې وکړې او د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او دندو څخه یې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: د بامیانو د ولایت مقام تل د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره همکاري کړې ده. نوموړي د شهيدانو او معلولينو له کورنيو سره د مرستو يادونه وکړه او ويې ويل: هڅه کوو چې له دې زيانمنو شويو کورنيو سره  لا زياتې مرستې ترسره شي.

د يادونې وړ ده، چې په دې رياست کې د يتيمانو او معلولينو ټول ثبت شوي اسناد په بشپړه توګه وڅېړل شول او ټاکل شوې چې ياد پلاوى به د شهيدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو د اوریدو او حل په موخه د دغه ولايت يو شمېر ولسواليو ته سفر وکړي.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی دولت‌میز نینگ بیر تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشدی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی افغانستان تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشیب شهیدلر ورثه سی و ناگرانلر تورمیش طرزینی حقیده تولیق بحث لشدی.

فاروقی جنابلری. . .

BACK TO NEWS