د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کړنو او فعالیتونو د ارزونې پلاوي د دیټابیس ریاست د کړنو هر اړخیزه ارزونه وکړه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځانګړي هیئت د ارزونې او پلټنې په ترڅ کې د دیټابیس ریاست د ټولو اړوندو څانګو کړنې او فعالیتونه وارزول شول او د یاد ریاست ټول تثبیت شوي اسناد او کاري دفترونه د ټاکل شوي هیئت لخوا وڅیړل شول.
همداراز د دیټابیس ریاست اړوندې ستونزې د یاد پلاوي سره شریکې شوې.
د ارزونې په دې لړۍ که به د ریاستونو د کړنو او فعالیتونو د څرنګوالي ،کاري پلانونو د تطبیق، د وزارت د کارکوونکو اجراآت، د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو وړتیا، او همداراز یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو او غوره خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالې وڅیړل شي.
د ارزونې د هیئت په ترکیب کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلې مولوي محمد موسی صدیقي او د څارنې او ارزونې ریاست غړی ښاغلې مولوي خیرالله خیرخواه شامل دي چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلی مولوي حیات الله میوند کوي، دوې به د اړوندو ریاستونو هر اړخیزه ارزونه کوي او د خپلو اجراآتو او څیړنو راپور به د وزارت مشرتابه سره شریک کوي