په پکتیا ولایت کې څه باندې یو میلیون افغانۍ پر مستحقو یتیمانو ووېشل شوې
د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مسلم هندز نړیوالې مؤسسې په همکارۍ یو میلیون، (۸۸) زره او (۶۴۰) افغانۍ پر (۴۳) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشلې، چې د هر یتیم بانکي حساب ته (۲۵) زره او (۹۲۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه حواله شوې.
د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د مسلم هندز نړیوالې مؤسسې له کړیو مرستو یې مننه او قدرداني وکړه.
