د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اجراآتو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د تطبیقي پلانونو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا اهل الله حنفي په مشرۍ یو پلاوي چې د ياد هيٸت په ترکيب کې د مرکزي او ولايتي راپورونو د تحليل او توحيد آمر محترم مولانا نورالدين صاحب زاده، د ولايتي پلانونو له تطبيق څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدير محترم سليم ګل شمشاد او د ګزارشاتو د تحليل او توحيد مسلکي غړی محترم محمد خليل کريمي شامل وو، د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه یې هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.
د ارزونې په ترڅ کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه، د میاشتني نغدي مساعدتونو وېش او اداري چارې له نږدې و ارزول شوې، شته نیمګړتیاوې او ستونزې په نښه او د حل په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.
