په بلخ ولايت کې د یتیمانو پر (۴۰) مستحقو کورنيو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې
د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې په همکارۍ د مزار شريف ښار د څلورمې او نهمې ناحیو اړوند د یتیمانو پر (۴۰) کورنيو باندې نغدي مرستې ووېشلې، د پلان سره سم هرې کورنۍ ته (۲۰) زره افغانی ورکړل شوې.
یادې نغدي مرستې د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو ریاست مسؤلينو، په شمال زون کې د اسلامي رفاه مؤسسې رئيس او د ولايت مقام د استازو په شتون کې پر مستحقو یتیمانو ووېشل شوې.
