د کابل ولایت اړوند (۵۰۰) تنو اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشلې، په دې مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، بوره او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې ریاست استازي محترم شفیق الله همدرد او د مرستندویه مؤسسې مسؤلینو هم شتون درلود او د یاد بهیر څخه یې په هر اړخیزه توګه نظارت ترسره کړ.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د کابل ولایت اړوند (۹۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ورته مرستې وېشل شوې وې.