د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې اختریزې ډالۍ په منظم ډول ووېشلې، چې هر مستحق د اختر لپاره جامې، بوټان او ځینې توکي ترلاسه کړل. همداراز هر یتیم سره یوه اندازه نغدي مرسته ترسره شوه.
د مرستو د وېش پر مهال د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان، د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدیر محترم محمد فاروق ځلاند، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست استازي او د مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.
د یادونې وړ ده چې یادې مؤسسې تېره ورځ هم په کاپيسا ولایت کې له (۲۰۰) تنو یتیمانو سره هم ورته مرستې ترسره کړې وې.