د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشلې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، په منظم او شفاف ډول ووېشل.
د یادو مرستو د وېش بهیر د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د وزارت د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان او د نصیر خیریه بنسټ د مسؤلینو په حضور کې ترسره شو، د شفافیت د تأمین او مستحقو کسانو ته د مرستو رسولو په موخه د وېش ټوله پروسه د څارنې او ارزونې ریاست له لوري له نږدې وڅارل شوه