په یوسل او شپېتو (۱۶۰) کورنیو باندې سولرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ژوند د وضعیت ښه کولو په موخه، د اچ، اچ، آر، ډي خیریه مؤسسې سره په همغږۍ، پر (۱۶۰) مستحقو کورنيو باندې د لمریزې برېښنا د تولید په موخه سولرونه ووېشل شول، په دې ترتیب هرې کورنۍ ته دوه سولرونه، سولري پکې او اړوند وسایل ورکړل شول.