په کندز ولایت کې پر (۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو کسانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه د قمر خیریه بنسټ په همکارۍ پر (۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشلې او هر مستحق (۲۲۰۰۰) افغانۍ ترلاسه کړې.
د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان د یاد خیریه بنسټ له مرستو څخه د مننې ترڅنګ، یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.